روسيې د خپل سفارت د ۲ ديپلوماتانو وژل تاييد کړل؛ ګڼو نورو کسانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۴ وږی، ۱۴۰۱ل)
نن غرمه د کابل ښار اوومې حوزې اړوند سیمه کې د روسيې سفارت ته نږدې د يوه ځانوژونکي برید په ترڅ ګڼ شمېر کسانو ته مرګ ژوبله واوښته.
د کابل امنيه قومندانۍ وياند خالد ځدراڼ په دې چاودنه کې د څلور کسانو وژل کېدل منلي چې له جملی يې دوه تنه د روسي سفارت بهرني کارمندان او دوه تنه افغانان دي.
د روسيې د بهرنيو چارو وزارت هم د دوو روسي ډيپلوماتانو وژل کېدل تائيد کړي.
ياد وزارت په يوې خبرپاڼه کې دا ومنله چې کابل کې د دغه هېواد سفارت ته څېرمه په نننۍ چاودنه کې دوه روسي ډيپلوماتان وژل شوي دي.
دغه وزارت ويلي، چې د افغانستان امنيتي برخو سره په اړيکه کې دي او څېړنې دوام لري.
د کابل امنيه قومنداني وايي، ځانمرګی بریدګر وار له مخه د امنیتي ځواکونو لخوا په نښه شوی و او له امله یې چاودنه رامنځته شوې ده.
پېښه د کشفي او امنیتي ارګانونو تر څار لاندې ده.
که څه هم د کابل امنيه قومنداني وايي، چې په دې چاودنه کې يو شمېر کسان ټپيان شوي هم دي.
خو ځينو سرچينو بيا د لس کسانو د وژل کيدو او شاوخوا پنځلس نورو د ټپي کيدو راپورونه خپاره کړي دي.



