کابل کې د روسیې سفارت سره نږدې چاودنه شوې

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۴ وږی، ۱۴۰۱ل)

د راپورونو له مخې افغان پلازمېنه کابل کې د روسیې سفارت سره نژدې چاودنه شوې.

د افغان حکومت امنیتي چارواکي وایي، چې یو ځانمرګی بریدګر هدف ته له رسېدو مخکې په ډزو ویشتل شوی او له منځه وړل شوی دی.

د روسیې د دولتي خبري اژانس ار ای اې په راپور کې ویل شوي چې، دوه په دې چاودنه کې د یو روسي ديپلومات په ګډون دوه روسان ټپیان شوي دي.

د سرچینو په خبره امنیتي ځواکونو سیمه د پېښې سیمه کلابنده کړې ده.

تر اوسه په چاودنه کې د اوښتې مرګ ژوبلې د کره شمېره په تړاو څه نه دي ویل شوي؛ خو پکې د مرګ ژوبلې د اوښتو اندېښنه څرګندیږي.

مربوطه مطالب

Back to top button