امین وردګ
که څه هم چې په هر نظام کې مجرمین تر پولیسو قوي وي مګر متأسفانه! چې په اما رت کې دا ګراف نور هم پسې لوړ شو! ځکه چې د ترحم په نوم وظیفوي غفلت زیات شوی.
زندانونه داسې تش دي؛ ته وا فقط پدې هېواد او دې معصومه!؟ ټولنه کې بیخي مجرم نشته.
نرمښت مې لیدلی ؤ خو نه داسې لکه د فعلي نظام له ځینو مشرانو سره چې دی.
په زنا، لواطت، غلا او نورو بدعملیو، بد اخلاقیو او همدا راز په امنیتي بُعد کې خلک د پولیسو او نورو امنیتي ملګرو له خوا ونیول شي، بیا اقرار هم ترې واخیستل شي او ويډیوګانې یا ثبتونه ترې وشي، خو کله چې قضیه محکمې ته لاړه نو هلته مجرمان منکر شي او د ثبتونو په هکله محکمې ته وایي چې: دا اقرارونه له دوی څخه د وهلو او شکنجو په زور اخیستل شوي دي، نو محکمه زر امر وکړي چې دا خلک دې خوشې او هغه امنیتي کسان دې احضار شي چې له دوی څخه یې د سوټي په زور اقرار اخیستی! هغه نو چې امنیتي ملګري په دغه ډول تهدید شي نو سم له لاسه یې زړونه هم پسې مات شي، چې بیا نو یا د دندې پرېښودو ته اړ کیږي او یا بل وار جدي فعالیت نه کوي.
بله ستونزه دا ده چې ځینې مشران د مشکوکو کسانو نیول هم ښه کار نه بولي او وایي چې: ثبوت و نه لرئ نو د مشکوک تر نوم لاندې افغانان مه ځوروئ.
وا وروره! دا خو څه د خلفای راشدینو دور نه دی چې ټول خلک به دروغ نه وایي، وعده خلافي به نه کوي، خیانت به نه کوي او داسې نور… موږ ستاسو نرمښت او ترحم ستایو! مګر دومره هم نه چې د نظام پر وړاندې هم ګستاخۍ او سپینسترګۍ رامنځته کړي او هم د امنیتي تهدیدونو او چلنجونو لامل وګرځي.
جالبه یې لا دا چې: ځینو قاضي صاحبونه ته د امنیتي ملګرو خبره دروغ، مګر د مجرم ورته ریښتیا ښکاره شي.
حاکم باید د غټ زړه څښتن وي او د مجرم د اوښکو له امله یې اوښکې راتویې نه شي ، کنه نو حکومت نشي کولای.
حاکم د پلار حیثیت لري! نو څرنګه چې پلارونه خپل زامن د جرم کولو له امله تعذبولای شي، نو پر همدغه منوال او همدغې انګېزې سره حاکم هم باید خپل رعیت تعذیب او تضریب کړي او په داسې مورادو کې زړه پرې و نه سوزوي، بلکې همدغه تعذیبونه یې زړه سوی وګڼي چې زړه سوی دی هم! تر څو دا حالت هم د مجرم لپاره د اصلاح سبب شي او هم نورو ته درس، ضمناً به د نظام پر وړاندې تهدیدونه هم کم شي.
زموږ او د الله دښمن دومره ځیرک او څیرسترګی دی چې نرمښت مو سادګي بولي او حق هم لري!
موږ له خپل معنوي پلار (د وخت حاکم) څخه په کلکه غواړو چې؛ زموږ مجرم وروڼه دې لارې ته راولي او د یوه تندخوی پلار موقف دې ځانله غوره کړي، کنه نو په زامنو کې یې داسې بې شرمه هم شته چې یوه ورځ به خامخا د ده تڼۍ هم ور وشکوي، خو هغه به بیا داسې وخت وي چې اوبه به له ورخه تېرې شوې وي.
ما د اسلامي اما رت د حکومت دوام شل راتلونکي کلونه اټکل کړی دی، خو اوس حالاتو ته چې ګورم نو لږ شکي ځکه شم؛ چې سیاست مو بیخي پسې نرم شو او دا موقف مو په زیان دی.
لږ تندي او لږ ویښتیا پکار دي ، کنه نو خدای مکړه زر به هر څه له لاسه ورکړو، لکه په تېرو دوو میاشتو کې مو چې د انساني عظمت دوه لوی څلي دښمن را ونړول.
په ښارونو کې هر څوک په هره جامه کې له هر چیک پاینټ څخه په ډاډه زړه وسله تېرولای شي! خو فقط چې څڼې، پګړۍ، برګ واسکټونه یې وي.
خدای ته وګورئ! نور نو حکومت پیل کړئ او په ښارونو کې پرته له مشخص یونیفورم او اصلي کارتونو څخه د وسلو ګرځوول بند کړئ، د چیک پاینټونو ملګرو ته کامل صلاحیت ورکړئ او په امنیتي څېړنو او پوښتنو کې یې مه تهدیدوئ.
له عابرینو څخه هم غوښتنه کوو چې؛ امنیتي کسانو ته دې پوره احترام کوئ او د تلاشۍ پر وخت دې تندي ورین او خندان نیسي کنه نو خامخا د دوی شخصیت او جهادي موقف هم تر سوال لاندې راځي.
موږ د فعلي نظام اصلاح او بقا غواړو، ځکه خو یې پر وړاندې له ګستاخۍ نه!!! بلکې له جسارت څخه کار اخلو، موږ دې وبښي او دوی دې خوب پرېږدي، کنه نو هر څه به اوبه رانه یوسي، چې بیا به نه دوی پاتې وي چې غفلتونه وکړي او نه به موږ پاتې وو چې نقدونه او اعتراضونه وکړو.
















