
وړتیا پالنه
وړتیا پالنه
حامد افغان
ابو بکر صدیق رضي الله عنه یزید بن ابي سفیان د شام والي مقرر کړ، کله یې چې هغه له مدینې منورې نه شام ته رخصت کاوه نو دوه میله ورسره ولاړ، چا ورته وویل: اې د رسول الله خلیفه! نور بس ده، بېرته وګرځه، ده ورته وویل: ما له رسول الله ﷺ اوریدلي، هغه فرمایلي: د چا پښې چې د الله په لاره کې ګردجني شي، پر هغو اور حرام ده.
وروسته ابو بکر یزید ته وویل: یزیده! ته داسې سړی یې چې له خپلوانو سره دې مینه لرې، ما له رسول الله ﷺ اوریدلي، هغه فرمایي: څوک چې له خپلوانو سره د میني په خاطر هغوی ته کوم دولتي کار وسپاري او بل داسې څوک وي چې د ده له خپلوانه غوره یي؛ د دې سړي سپوږمو ته به د جنت بوی هم ونه رسیږي. تاریخ مدینة دمشق لابن عساکر، بحواله فضیلة العادلین لابي نعیم الاصبهاني ۱۰۳/۱۰۴
له دې روایته معلوموو چې خلا.فت راشده کې صلاحیت او وړتیا پالنه څومره مهمه وه! یو خو دا چې ابو بکر رضي الله عنه ته د یزید خویونه معلوم و، د هغه دا صفت هم ورته معلوم و چې خپلوانو سره یې مینه لرله، نو هغه ته یې په ډاکه وویل چې ګوره داسې ونه کړې چې د کار لپاره وړ او صلاحیت لرونکي خلک یي او ته هغه نه، بلکي خپلوان پر دندو مقرر کړې.



