کابل ټکی کام (شنبه، ۱۹ وږی، ۱۴۰۱ل)
د راپورونو له مخې، ملګري ملتونه غواړي چې په افغانستان کې د نږدې ۹۰۰ ميليونه ډالرو په ارزښت پنځه لويې پروژې پيل کړي.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې اوچا نن د يوه راپور په خپرولو سره ويلي چې دا پروژې د خوړو د خونديتوب، روغتيا، ښوونې او غير دولتي ادارو د ظرفيت لوړونې په برخو کې پلې کيږي.
راپور زياتوي، د دغه پروژو زياته ګټه به انجونو او ميرمنو ته ورسېږي.
د اوچا په راپور کې راغلي، پر ياده پروژه ټولټال ۸۹۳ ميليونه ډالره لګښت راځي چې د نړيوال بانک او د افغانستان د بيارغونې له صندوقه ورکول کيږي.
اوچا وايي، د دغو ۸۹۳ ميليونو ډالرو له جملی څخه ۱۹۵ ميليونه ډالره د خوړو خونديتوب، ۲۶۵ ميليونه ډالره ټولنيز پرمختګ، ۳۳۳ ميليونه ډالره روغتيا، ۱۰۰ ميليونه ډالره ښوونې او روزنې او پاتې ۲۰ ميليونه ډالره نور بيا د افغانستان د غير دولتي ادارو ظرفيت لوړولو ته په پام کې نيول شوې دي.
ملګري ملتونه وايي، چې طالبان به د يادو پروژو مالي سرچينو ته لاسرسی ونه لري.