خیبر پښتونخوا: وسله وال برید کې ۴ پوليس وژل شوي ۲ ټپيان دي

کابل ټکی کام (شنبه، ۱۹ وږی، ۱۴۰۱ل)

د راپورونو له مخې، د خیبر پښتونخوا په ټانک ضلع کې د نامعلومو وسله والو په برید کې ۶ پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

ځايي خبري سرچينې وايي، د يو تن سيمه ايز چارواکي صدام حسین خان بیټنی پر موټریز کاروان تېرماښام وسله وال برید شوی او ياده مرګ ژوبله يې اړولې ده.

د سرچينې په وينا، په دغه موټریز کاروان کې د پوليسو پر موټر برید شوی چې په ترڅ کې یې ۴ پوليس وژل شوي او ۲ نور ټپيان دي.

د تحصیل چیرمین صدام حسین بیټنی له دې بریده خوندي وتلی دی.

پوليس وايي، بريدګر له پيښي وروسته په تيښته بريالي شوي دي.

د بريد مسوليت تر اوسه چا په غاړه نه دی اخيستی.

مربوطه مطالب

Back to top button