د امریکایي اشغال پایله؛ میلیونونه افغانان په نشه یي توکو اخته شوي

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲۲ وږی، ۱۴۰۱ل)

شینهوا خبري آژانس په خپل تازه خپاره کړي راپور کې ویلي دي چې افغانستان کې د امریکا د شل کلن اشغال پر مهال ۳،۵ میلیونه افغانان په نشه یي توکو اخته شوي دي.

راپور کې راغلي: د افغانستان تر اشغال وروسته امریکا ادعا کوله چې له موخو یې یوه موخه د نشه یي توکو پر وړاندې مبارزه ده؛ خو نه یوازې دا چې مبارزه یې نه کوله، بلکې څومره چې بهرني ځواکونه په افغانستان کې ډېرېدل دومره ورسره د نشه یي توکو کاروبار زیاتېده.

دغه خبري اژانس وایي چې له امریکا سره د کار پر مهال زرګونه افغان قرار دادیان هم په نشه یي توکو روږدي شوي دي.

باید وویل شي چې امریکا افغانستان کې د خپل شل کلن حضور پر مهال سلګونه ډول بشر ضد جنایتونه ترسره کړي چې تازه ځینو فعالانو د جرمونو له نړیوالې محکمې غوښتي چې افغانستان کې دې د امریکایي ځواکونو جنایتونه وڅیړي او عاملینو ته دې سزا ورکړي.

مربوطه مطالب

Back to top button