کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲۲ وږی، ۱۴۰۱ل)
راپورونه وايي، چې پنجشير کې د مقاومت جبهې لسګونه وسله وال وژل شوي او لسګونه نور طالبانو ژوندي نيولي دي.
دا تازه نښتې د خنج ولسوالۍ کې رامنځته شوي چې ملي مقاومت جبهې قوماندان یار محمد له خپلو دوو زامنو او پنځو نورو ملګرو سره پکې وژل شوی دی.
له پنجشير څخه يوې سرچينې کابل ټکی کام ته وويل، چې شاوخوا ۷۰ تنه وسله وال چې د طالبانو تر محاصرې لاندې و، ژوندي نيول شوي دي.
په يوه ویډیو کې ښکاري چې تر لسو زيات وسله والو لاسونه تړل شوي او د طالب ځواکونو ترمنځ په غرونو کې روان دي، چې په وينا يې تسليم شوي وسله وال دي.
تر اوسه د مقاومت ډلې او حکومتي چارواکو په دې اړه خپل رسمي نظر نه دی څرګند کړی.


















