
عمر بن عبدالعزیز او بیت المال
حامد افغان
عمر بن عبد العزیز رحمه الله ته له اردن نه دوه ټوکرۍ تازه خورما راغلې، ده پوښتنه وکړه چې دا څه دي؟ چا ورته وویل: تازه خورما دي، د اردن امیر درته رالیږلې دي، عمر بیا پوښتنه وکړه چې په څه شي راوړل شوې دي؟ ورته وویل شول چې د برید او ډاګ په څارویو، عمر وویل: د برید پر څارویو باید د مسلمانانو خدمتونه ترسره کړل شي، نه زما، خورما یوسئ، بازار کې یې خرڅي کړئ او په هغو پیسو د دې څارویو لپاره واښه اخلئ.
راوي زیاتوي د عمر بن عبد العزیز وراره اشاره راته وکړه او راته ویې ویل: ولاړ شه! دا خورما چې بازار کې په څو خرڅیږي په هغه بیه یې واخله او ماته یې راوړه، هغه مې بازار کې په څوارلس درهمه واخیستلې او بیرته مې د عمر وراره ته راوړې. هغه راته وویل دا یوه ټوکرۍ امیر. المؤمنین ته وروړه او یوه یې ځان ته کېښودله، هغه مې چې امیر. المؤمنین ته وروړه، هغه راته وویل: دا څه دي؟ ما ورته وویل: دا هماغه د اردن د امیر خورما دي، خو بازار کې ستا فلان وراره واخیستلې، یوه یې ځان ته وګرځوله او دا یې تا ته راولیږله، نو عمر وویل: اوس یې ماته خوراک روا شو!! سیرة عمر بن عبدالعزیز لابن عبدالحکم



