کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۳۰ وږی، ۱۴۰۱ل)
د روسیې ولسمشر “ولادیمیر پوتین” لویدیځو هېوادونو ته ګواښ کړی، چې له ځانه څخه د دفاع لپاره اټومي وسلې کارولی شي.
نوموړي ویلي، چې د یوه فرمان په مټ یې سر له نن چهارشنبې ورځې د احتیاطي پوځيانو د خوځولو امر کړی دی چې هدف یې د هغې روسي خاورې دفاع ده چې په خبره یې لوېدیځ یې ویجاړول غواړي.
ولسمشر پوتین چې په دولتي تلویزیون یې خبرې کولې وویل: هېواد یې له “اټومي ګواښونو” سره مخامخ دی او له خپله ځانه به د دفاع لپاره له هر ډول وسلو او امکاناتو ګټه اخلي.
پوتین د خپلو خبرو پر دوام وویل: که د هېواد یووالی مو له ګواښ سره مخامخ شي، په ډېر جدیت سره به د روسیې او خپل ولس د دفاع لپاره له هر ډول شته وسیلو ګټه واخلو.
نوموړي لوېدیځ هېوادونه تورن کړي چې روسیه کمزوري کول، وېشل او ویجاړول غواړي.
په ورته مهال د روسیې د دفاع وزیر “سرګي شویکو” د ولسمشر پوتین له وینا وروسته ویلي چې شاوخوا ۳۰۰ زره نوي پوځیان د خدمت لپاره واستول شي.
باید وویل شي چې د روسیې ولسمشر داسې مهال لوېدیځو هیوادونو ته د اټومي وسلو د کارولو ګواښ کوي چې اوکرایني ځواکونو د امریکا او نورې لوېدیځې نړۍ لخوا د پرمختللو وسلو پر مټ وکولی شول چې ځینې سیمې له روسي ځواکونو بېرته ونیسي.
















