د خواف – هرات اوسپنې پټلۍ دریمې ټوټې د ترمیماتو چارې عملا پیل شوې

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۳۰ وږی، ۱۴۰۱ل)
د اوسپنې پټلۍ اداره وايي، چې نن چهارشنبه د وږي ۳۰ مه هرات ولایت غوریان ولسوالۍ روزنک سټېشن کې د خواف – هرات اوسپنې پټلۍ دریمې ټوټې د ترمیماتو چارې د یو لړ مراسمو پر مهال چې د اوسپنې پټلۍ ادارې عمومي رئیس ملا بخت الرحمن شرافت او ورسره مل هیئت د هرات والي د ایران اوسپنې پټلۍ ادارې هیئت د هرات اوسپنې پټلۍ ریاست رئیس مفتي محمد نسیم محمدي او د هرات گڼ دولتي چارواکي او د خصوصي سکتور استازي په کې حاضر وو افتتاح شوې.
ښاغلي شرافت دا یوه مهمه اقتصادي پروژه وبلله او ويې ويل چې دوی يې چارو ته په ځانگړې توگه متوجې دي او د اسلامي امـارت د رهبري ټینگ ملاتړ له ځان سره لري.
دغه راز د خصوصي سکتور په استازولي د هرات د تجارت او سوداگرۍ خونې رئیس دا پروژه د خصوصي سکتور د تقویې او انکشاف لپاره خورا ارزښت لرونکي وگڼله.
یاده دې وي چې د خواف – هرات اوسپنې پټلۍ درییمه ټوټه د غوریان ولسوالۍ له روزنک سټېشن څخه پیل او تر شمتیغ پورې دوام کوي چې اوږدوالی یې ۶۲ کیلومتره دی. چې اوس یې د ریلي او غیر ریلي چارو ترمیمات له یوې شفافې تدارکاتي پروسې وروسته د سندريلا شرکت سره قرارداد او نن یې عملا چارې پیل شوې او تر راتلونکو ۲ میاشتو به یې ټولې چارې پای ته و رسیږي.
د چارو تر پای ته رسېدو وروسته به له دې لارې له ایران هېواد سره مخامخ انتقالات پیل او زیات شمېر هېوادوالو ته کاري فرصتونه برابر شي.



