کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۳۱ وږی، ۱۴۰۱ل)
په داسې حال کې چې د ایران د پلازمیني تهران په ګډون د دغه هېواد په ګڼو ښارونو کې حکومت ضد لاریونونه روان دي.
وروستي راپورونه وایي چې د امنیتي ځواکونو په ډزو د وژل شويو لاريونوالو شمېر نهو تنو ته رسېدلی دی.
دغه لاریونونه چې امنیتي ځواکونو لخوا د يوې کردۍ پېغلې د شکنجې او وژل کېدو په غبرګون کې پيل شوي لا هم روان دي او امنیتي ځواکونه یې تر اوسه په مخنیوي کې پاتې راغلي دي.
په ورته مهال ایراني چارواکي بیا امریکا او اسرائیل د لاریونووالو په را پارولو تورنوي او خبرداری یې ورکړی که لاریونونه دوام وکړي دوی اړ دي چې په سختۍ سره یې وځپي.


















