کابل ټکی کام (جمعه، ۱ تله، ۱۴۰۱ل)
له ایران وروستي راپورونه وایي، چې د یوې کردۍ نجلۍ د وژل کېدو په غبرګون کې په روانو لاریونونو کې د مرګ ژوبلې کچه مخ پر لوړېدو ده.
د ایران هغه رسنۍ چې تر ډېره له بهر څخه فعالیت کوي خبر ورکړی، چې تېره شپه هم هم د پلازمینې تهران په ګډون د یاد هېواد په ګڼو ښارونو کې لاریونونه روان و چې د امنیتي ځواکونو په ډزو پکې تر اوسه ټولټال ۳۱ لاریونوال وژل شوي، ګڼ ټپیان دي او سلګونه نور هم د پولیسو لخوا نیول شوي دي.
ایراني چارواکي که څه هم د دې موضوع په اړه ډېر څه نه وایي؛ خو په هغو سیمو کې چې دا مهال پکې حکومت ضد لاریونونه روان دي تلیفوني شبکې کار نه کوي د انسټګرام او واټس اپ خدمات هم بند شوي دي.
باید وویل شي چې ایران کې دغه خونړۍ لاریونونه وروسته له هغه پیل شوي چې یوه کردۍ پیغله د حجاب له قانون څخه د سر غړونې په تور پولیسو ونیوله او وروسته په زندان کې مړه شوه لاریونوال حکومت تورنوي چې یاده پیغله یې په قصدي توګه وژلې ده؛ خو حکومت دغه تور ردوي او په خبره یې دغې کردۍ پیغلې د زړه د حملې له امله ساه ورکړې ده.


















