کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۳۱ وږی، ۱۴۰۱ل)
په داسې حال کې د اوکراین له ځینو سیمو روسي ځواکونه وتلي؛ خو د یاد هېواد ولسمشر “ولادیمیر زلنسکي” وایي، چې روسیه د روانې جګړې د پای ته رسولو پلان نه لري.
زلنسکي چې په نیویارک کې یې د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ ۷۷ یمې کلنۍ غونډې ته د ویډیو کنفرانس له لارې خبرې کولې وویل: چې اوس د خبرو او مذاکرې چانس له لاسه وتلی او دوی به پوره څه وکړي، چې خپله پاتې خاوره هم له روسي ځواکونو څخه ونیسي.
نوموړي په نړیوالو غږ وکړ چې اوکراین سره دې خپلو همکاریو ته دوام ورکړي کنه دا جګړه به د اروپا نورو هېوادونو ته هم پراخه شي چې په دې صورت کې به یې د اوکراین ترڅنګ ټولو اروپایي هېوادونو ته پایلې خطرناکې وي.
باید وویل شي چې اوکرایني ولسمشر داسې مهال دا څرګندونې کوي چې تیره ورځ د روسيې ولسمشر پوتین لوېدیځو هېوادونو ته ګواښ کړی و، چې د ځان د دفاع لپاره د اټومي وسلو په ګډون ټولې وسلې کارولی شي.


















