محمد یونس قانوني د مقاومت جبهې له غړیتوب څخه استعفا ورکړه

کابل ټکی کام (شنبه، ۲ تله، ۱۴۰۱ل)

‏د.جمعیت اسلامي ګوند مخکښ سیاستوال او د پخواني ولسمشر حامد کرزي لومړي مرستیال محمد یونس قانوني د مقاومت جبهې له غړیتوب څخه استعفا ورکړې ده.

نوموړي د یو رسمي لیک په خپرولو سره د ملي مقاومت له شورا څخه، خپله استعفا اعلان کړې ده.

قانوني ویلي چې د شورا له روانو سیاستونو سره جدي مخالفت لري نو له همدې امله یې استعفا کړې ده.

د ویلو ده چې تر دې وړاندې هم د مقاومت جبهې په مینځ کې د جدي اختلافاتو په اړه راپورونه خپاره شوي و او وینا کې د تیرې اوونۍ په غونډه کې هم د قانوني په ګډون د جمعیت ګوند مهمو مشرانو برخه نه وه اخیستې.

مربوطه مطالب

Back to top button