د سوالګرو راټولولو کمېټه: کابل ښار کې د اته نيم زره سوالګرو له جملې ۳۰۶۵ مستحق او 41 بې سرپرسته ماشومان دي

کابل ټکی کام (يکشنبه، ۳ ته تله، ۱۴۰۱ل)
د سوالګرو راټولولو کمېټه وايي، چې کابل ښار کې د اته نيم زره سوالګرو له جملې ۳۰۶۵ مستحق او 41 بې سرپرسته ماشومان راټول او تثبيت شوي دي.
د ریاستالوزراء اقتصادي معاونيت د ټويټر له ادرسه په خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې د رياست الوزرا مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ، د سوالګرو راټولولو کمېټې له لوري د روان 1401 لمریز کال د میزان میاشتې تر 2مې نېټې د کابل ښار له بېلابېلو سیمو 8444 سوالګر راټول شوي د راټولو شوو سوالګرو له جملې 5779 ښځینه دي چې تر ارزونې وروسته یې 1750 مستحقې او 4029 بیا حرفوي سوالګرې پېژندل شوې دي. 718 نور نارینه دي چې تر ارزونې وروسته یې 236 مستحق ګڼل شوي او 482 بیا حرفوي سوالګر دي.
په خبرپانه کې راغلي چې په راټولو شویو 8444 سوالګرو کې بیا 1947 ماشومان دي چې له ډلې یې: 1079 مستحق، 827 حرفوي او 41 بیا بې سرپرسته ماشومان دي.
اقتصاډي معاونيت وايي، چې بې سرپرسته سوالګر ماشومان له بایومیټریک وروسته د کار او ټولنیزو چارو وزارت له لوري روزنتون ته داخلېږي او هلته ورته پر اعاشې سربېره د زده کړو او تعلیم زمینه برابرېږي له مستحقو سوالګرو سره بیا د افغانستان اسلامي امارت له لوري دوامداره نغده مرسته کیږي.



