کابل پوليس: د غلو یوه ۷ کسيزه ډله او ۱۱ غلا شوي موټر مو نيولي

کابل ټکی کام (يکشنبه، ۳ ته تله، ۱۴۰۱ل)
د کابل پوليس وايي، چې د غلو یوه ۷ کسيزه ډله او د کابل له بېلابېلو سيمو يې ۱۱ غلا شوي موټر نيولي دي.
د کابل امنیه قومندانۍ وايي، چې د کابل د بېلابېلو حوزو ویښو پوليسو د ښار په مختلفو سيمو کې د دوه اونيو په موده کې ۳عرادې کرولا،۱میرسیډیز۲سراچې او یوه ريکشا له غلو څخه ونیول او خپلو مالکينو ته یې وسپارل.
د کابل پوليسو په يوه خبرپاڼه کې ليکلي، چې په ۱۱مه حوزه کې د غلو یوه ۷ کسيزه مسلکي ډله چې موټرې به یې تښتولې، ټول ونیول او ۴عرادې موټر هم ورڅخه ونیول شول چې دوسيې یې بشپړې او اړوند ارګان ته واستول شول.



