کابل ټکی کام (یکشنبه، ۳ تله، ۱۴۰۱ل)
د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ ۷۷ غونډه چې له تېرو درې ورځو راهیسې په نیویارک کې روانه ده او ټاکل شوې ده چې سبا دوشنبه د سپتمبر په ۲۶ نېټه پای ته ورسېږي.
په دې غونډه کې د افغانستان استازي حضور نه درلود، خو اسلامي امارت وايي، د افغانستان له استازي پرته د دغه هېواد په اړه څرګندونې يو طرفه دريځ نيول دي او د افغانانو استازيتوب نه شي کولای.
د اسلامي امارت مرستيال وياند “بلال کريمي” وايي، چې په ملګرو ملتونو کې چې د افغانستان په اړه کومې څرګندونې شوې او يا کېږي، د افغانانو حقونه په کې نه دي منعکس شوي.
کريمي په خبره چې هلته بايد د نړيوالو قوانينو او اصولو پربنسټ د افغانانو ټول حقونه ورکړل شي، څو افغانان له خپل دريځ څخه خبرې او له خپلو حقونو څخه په خپلواکه توګه دفاع وکولای شي: که افغانانو ته په ملګرو ملتونو کې د هغوی خپل استازيتوب ورکړل شي، بنديزونه ختم شي، تورلېستونه له منځه يوړل شي او د اسلامي امارت د رسميت پېژندلو په اړه ګامونه پورته شي؛ دا ښه ګامونه دي؛.خو چې د افغانانو استازی هلته حضور نه لري او د افغانستان په اړه يو طرفه څرګندونې کېږي او موقفونه نيول کېږي، دا د افغانانو استازيتوب نه شي کولای.
خو د سیاسي چارو ځینې نور کاروپوهان بيا د افغانستان لپاره د دغې غونډې د لاسته راوړنو په اړه بېلابېل نظرونه لري.
د نړيوالو چارو کارپوه “عزيز معارج” وايي، د افغانستان په ستونزو د ډېرو هېوادونو د مشرانو خبرې کول او له افغانستان سره پر بشري مرستو ټينګار دا د افغانستان په ګټه خبرې وې:دا چې د افغانستان استازی هلته نه و، چې د افغانستان بهرنۍ پاليسي يې تشريح کړې وای، يا يې نړيوالو ته ډاډ ورکړی وای او يا يې تعهد ورسره کړی وای، خو په ټوله کې ويلای شو چې د افغانستان په مسايلو خبرې کول او افغانستان ته د نړۍ پام را اوښتل د افغان ولس په ګټه دي.
خو د چارو يو شمېر کارپوهان بيا وايي، په داسې حال کې چې د ملګرو ملتونو په ناسته کې د افغانستان استازی نه و، د افغانستان لپاره د دغې غونډې تر ګټو زيان ډېر و. د سياسي چارو کارپوه “عبدالواسع قانع” وايي، دغې غونډې افغانستان ته ځکه ګټه نه درلوده ،چې هېڅ هېواد افغانستان ته کوم مثبت پيغام ورنه کړ: تاوان يې دا و چې موږ خپل موقف څرګند نه کړ، زموږ په اړه منفي څرګندونې وشوې او موږ دفاع ونه شوای کولای، موږ يو ځل بيا نړۍ ته د خطرناک او بې کفايته هېواد په توګه ور وپېژندل شو او زموږ په اړه نورو خلکو خبرې وکړې.
















