ملا برادر: د ټاپي پروژې د عملي کار لپاره بشپړ چمتووالی لرو

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۳ تله، ۱۴۰۱ل)

د رياست‌الوزراء اقتصادي مرستيال “ملا عبدالغني برادر اخوند” نن په کابل کې د ټاپي ګاز نل‌ليکې کمپنۍ له اجرائيوي رئيس “محمد مراد امانوف” او د افغانستان لپاره د ترکمنستان سفير سره د ټاپي پروژې د عملي چارو د بهير پر پيل هر اړخيزې خبرې کړې دي.

د رياست الوزراء اقتصادي معاونيت وايي، چې ددې ليدنې پر مهال ملابرادر ويلي، اسلامي امارت د ټاپي پروژې د پيل لپاره پوره چمتووالی لري او په دغه برخه کې هر ډول همکارۍ ته تيار دي.

په ورته مهال د ټاپي ګاز نل‌ليکې کمپنۍ اجرائيوي رئيس ويلي، چې په نېږدې راتلونکي کې به د دولتونو په کچه د ټاپي پروژې د رهبرۍ کمېټې غونډه په “عشق‌ آباد کې” تر سره وشي.

مربوطه مطالب

Back to top button