کابل ټکی کام (دوشنبه، ۴ تله، ۱۴۰۱ل)
د پاکستان پوځ وايي، په بلوچستان ایالت کې د دغه هېواد یوه پوځي چورلکه نسکوره شوې چې د ۲ تنو پیلوټانو په شمول پکې ۶ تنه پوځیان وژل شوي دي.
د پاکستان پوځ د عامه اړیکو څانګې ‘ای اېس پي ار’ په یوه خبرپاڼه کې ویلي دا چورلکه تېره شپه د بلوچستان هرنايي ته نږدې خوست سیمه کې نسکوره شوې ده.
د پاکستان پوځ وايي، چورلکه د يوه پوځي ماموريت پر مهال نسکوره شوې او ټوله سپرلۍ يې وژل شوې ده.
پوځ تر اوسه د يادې چورلکې د نسکوريدو د لامل په اړه معلومات نه دي ورکړي.


















