کابل ټکی کام (دوشنبه، ۴ تله، ۱۴۰۱ل)
د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال د فوټبال ۱۹ کلنو ملي لوبډلې وروستۍ بریا ستایلې او لوبغاړي يې په نغدي ډالیو نازولي دي.
د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر پرون پخپل دفتر کې د فوټبال ۱۹ کلنو ملي لوبډله په مادي او معنوي ډالیو نازولي دي.
ښاغلي مولوي عبدالکبیر له عمان ملي لوبډلې څخه د افغان لوبغاړو وروستۍ بریا وستایله او فوټبال فدراسیون ته یې مبارکي وویله.
نوموړي زیاته کړه، د هيواد ملي لوبغاړي تل خپل ولس ته خوښي وربښي او ډاډ يې ورکړ چې ا.ا په ټوله معنی د ورزشکارانو ملاتړی دی. مولوي عبدالکبیر د افغان لوبغاړو بریاوې د افغانستان عزت او ویاړ وباله او ژمنه یې وکړه چې د دوی هڅولو او پرمختګ لپاره به د ورزش ادارو سره دوامداره مرسته وکړي.
نوموړي زياته کړه: موږ د لوبغاړو پرمختګ او تشويق ته ژمن يوو او دوی له هر ډول استثنا پرته د خپل وجود غړي بولو.
په دې غونډه کې، د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال د فوټبال ملي لوبډله او د فوټبال فدراسیون مشران په نغدي ډاليو هم نازولي دي.