بنګله دېش: د یوې کیښتۍ د ډوبېدو په پېښه کې ۲۴ تنه مړه او ګڼ نور نادرکه شوي

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۴ تله، ۱۴۰۱ل)

د راپورونو له بنګله ديش کې د هندو زيارت کوونکو يوه بېړۍ ډوبه شوې چې له کبله يې لږ تر لږه ۲۴ تنه وژل شوي دي.

د بنګله ديش پوليسو ويلي، يادې بېړۍ ۵۰ سپرلۍ درلودې چې پرون “بودا” ښارګوټي ته نږدې په کاراتويا سيند کې ډوبه شوې ده.

د یاد هېواد د دولتي تلویزیون په خبر کې ویل شوي چې د کښتۍ ۱۰ سپرلۍ د اطفائيې د مامورينو او ژغورونکو ډلو له لوري ژغورل شوې، د ۲۴ تنو مړي موندل شوي او د پاتې شپاړسو نورو بيا تر دې مهاله د مړي او ژوندي پته نه ده لګېدلې.

بنګله ديشي چارواکي وايي چې د ډوبې شوې بېړۍ سپرلۍ د “بودشواري” زيارت ته روانې وې.

باید وویل شي چې بودشواري زيارت ته هر کال د سپټمبر په ۲۴مه نېټه زرګونه هندوان ورځي. په دې ورځ بنګله ديش کې د هندوانو لوی جشن “درګاپوجا” هم جوړيږي چې آن د نړۍ له ځينو نورو هېوادونو هم پکې هندو مذهب سره تړلي کسان برخه اخلي.

مربوطه مطالب

Back to top button