بلوچستان: وسله وال برید کې ۴ پاکستاني پوځيان وژل شوي

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۱۰ تله، ۱۴۰۱ل)

راپورونه وايي، چې د پاکستان په بلوچستان ايالت کې څلور پاکستاني پوځيان وژل شوي دي.

رسنيو د بلوڅو د ازادي غوښتونکي ډلې د يوه بيان له قوله ليکلي، چې وسله والو يې پرون د بلوچستان په نعلي کور سيمه کې هغه مهال پر پاکستاني پوځ بريد کړی چې د دوی پر خلاف پر عملياتو بوخت وو.

په وروستيو کې د بلوچستان د ازادۍ وسله والو ډلو بريدونه پر پاکستان پوځ زيات شوي، چې د همدې بريدونو په لړ کې يې تېره اوونۍ د پاکستان د يوې پوځي چورلکې د نسکورولو ادعا کړې وه.

مربوطه مطالب

Back to top button