د اوکرایین جګړه؛ د روسیې په هوایي برید کې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۱۰ تله، ۱۴۰۱ل)

د راپورونو له مخې د اوکراین په “کوپیانسک” د روسیې په هوایي بریدونو کې ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د اوکراین دفاع وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې روسي الوتکو تېره ورځ ناوخته د ملکي وګړو هغه موټریز کاروان په نښه کړ چې د جګړې له سیمې په تېښته وو.

د اوکرایني چارواکو په خبره په دغه برید کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۲۴ کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي.

په ورته مهال د اوکراین دفاع وزارت خبر ورکړی، چې ځواکونو د ختیځ دونڅک سیمې “لیمن” مهم ښار ته داخل شوي.

باید وویل شي چې اوکرایني ځواکونه په داسې حال کې لیمن ښار ته د داخلېدو خبره کوي چې روسیې تر دې یوه ورځ مخکې د یاد ښار په ګډون د اوکراین څلور مهم ښارونه له خپل هیواد سره یوځای کړل.

مربوطه مطالب

Back to top button