کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۱ تله، ۱۴۰۱ل)
ترکیې سویډن او فنلنډ ته خبرداری ورکړی، چې که له انقرې سره پر کړو ژمنو عمل ونه کړي،نو دوی به یې په ناټو کې د غړیتوب مخه ونیسي.
د ترکیې ولسمشر “رجب طیب اردوغان” وړمه ورځ د خپل هېواد پارلمان ته په وینا کې وویل، چې فنلنډ او سویډن څاري او که پر هغو ژمنو عمل ونه کړي چې څه موده مخکې یې کړې وې، دوی به یې له شک پرته په ناټو کې د غړیتوب مخنیوی وکړي.
لا څرګنده نه ده چې انقرې د شمالي اروپا له دې دواړو هېوادونو څه ډول ژمنې اخیستې دي، خو تر دې وړاندې یې ویلی وو ،چې سویډن او فنلنډ د پی کې کې د ورانکارې ډلې مشرانو ته استوګنه ورکړې چې له کبله یې دوی په ناټو کې د غړیتوب مخالف دي.
باید وویل شي چې ترکیې په ناټو کې د یادو هېوادونو د غړیتوب د ملاتړ په بدل کې د هغو ۳۳ کردانو ور سپارل غوښتي وو، چې د ۲۰۱۶ م کال په کودتا کې په لاس لرلو تورن دي.