مولوي نور جلال جلالي د ګاوي، روغتیا نړیوال سازمان او یونیسف له استازو سره د روغتیايي همکاریو پر پراختیا خبرې وکړې

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۲۴ چنګاښ، ۱۴۰۵ل)

د عامې روغتیا وزارت خبر ورکړی چې د دغه وزارت سرپرست مولوي نور جلال جلالي په کابل کې د افغانستان لپاره د واکسین او معافیت نړیوال اتحاد (ګاوي) له مشرې ویرونیکا ماویا، د روغتیا نړیوال سازمان او یونیسف له استازو سره کتلي دي.

د وزارت په وینا، په دې لیدنه کې د هېواد په کچه د لومړنیو روغتیايي خدمتونو د پراختیا او ملاتړ او د خلکو لپاره د اساسي روغتیايي خدمتونو د ښه کېدو په اړه خبرې شوې دي.

د خبرپاڼې له مخې، په غونډه کې د روټین واکسین د خدمتونو د پراختیا، د عامې روغتیا وزارت د لومړیتوبونو او د ګاوي له لوري د ترسره کېدونکو همکاریو په اړه هم بحث شوی او دواړو لورو د روغتیايي سکتور د پیاوړتیا او همکاریو پر دوام ټینګار کړی دی.

مربوطه مطالب

Back to top button