کابل ټکی کام (جمعه، ۱۵ تله، ۱۴۰۱ل)
د راپورونو له مخې، د ازبکستاني او افغان نظاميانو تر منځ د امنيتي او سرحدي ستونزو په موخه خبرې شوې دي.
د افغانستان ملي دفاع وزارت وايي، چې د بلخ ولايت په حيرتان بندر کې د هېواد شمال زون د سرحدي قومندانانو او د ازبکستان د سرحدي چارواکو تر منځ په جوړه شوې غونډه کې د امنيتي او سرحدي ستونزو په هکله خبرې وشوې.
دفاع وزارت زياتوي، په دې کتنه کې دواړو لورو د ګډې پولې د لا ښه امنیت تأمین، ننګونو حل، لازمې همغږۍ، د سرحدي ځواکونو ترمنځ د اړیکو پیاوړتیا او نورو مسایلو په اړه بحث او خبرې وکړې.
همدا راز دواړو لورو موافقه وکړه چې خپلې ستونزې به د خبرو له لارې حل کوي او په راتلونکي کې به د هر ډول سرحدي سرغړونو د احتمال مخنیوی کوي.
د دغه پلاوي مشري د افغانستان د ۲۰۹ الفتح قول اردو د شپږمې سرحدي لوا قوماندان مولوي منصور “جاوید” او د ازبکستان د سرح عننهدي لوا قوماندان ډګروال خالق نظر “یلدار” کوله.


















