د م.م. د عمومي اسمبلۍ غونډه؛ نن پکې د افغانستان پر غړیتوب رایه اچونه کېږي

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱۹ تله، ۱۴۰۱ل)
ټاکل شوې چې د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ به نن رایه اچونه وکړي چې د بشري حقونو په شورا کې چې ۴۷ هیوادونه یې غړي دي، د افغانستان او وینزویلا په شان هیوادونو ته چې د دوی په خبره د بشري حقونو کمزورې سابقه لري، غړیتوب ورکړي که نه.
د نړۍ د اوو سیمه ایزو ډلو څخه ۱۷ هیوادنه غواړي چې په دې شورا کې غړیتوب ولري خو هغه دولتونه چې د آسیا – آرام سمندر او لاتینې امریکا او کرابین کې پراته دي، د ریښتیني سیالۍ سره مخ دي.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا چې مرکز یې په ژنیو کې دی د غړیتوب لپاره یې دا رایه اچونه پټه کیږي او د غړو هیوادونو استازي باید د یو هیواد د غړیتوب لپاره اکثریت رایې ورکړي.
باید ویل شي هر هغه هېواد چې غواړي د دې شورا غړي شي باید په کور دننه او د باندې د بشري حقونو د ترویج او خوندیتوب لپاره تر ټولو لوړ معیار ولري.



