پنجشنبه, اپریل 16, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home مقالې

د افغان فلم تازه فلم او څو خبرې….!

احسان تکل نشرونکی: احسان تکل
اکتوبر 11, 2022
کټګوریانې: مقالې, مهم
0
19
ځلې شریک شوی
232
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

احمدزی
د افغان فلم په نامه اداره/ریاست په ١٣٤٧لمريزکال، د افغانستان د وخت باچا محمد ظاهرشاه د حکومت په دوره کې په کار پیل وکړ.

افغان فلم د خپل فعاليت د تاريخ په اوږدو کې زيات هنري او مستند فلمونه توليد کړي دي او د افغانستان د ملي سينما سبمول بلل کېږي.
ظاهراً یې موخه د افغاني فلم په جوړښت کې د اړینو ګامونو اخیستل وه، څو په دې توګه د هیواد تلویزیونونه د ترکي، هندي، امریکایي او نورو هیوادونو د جوړو شویو فلمونو له دوبلې او ترجمې خلاص او په کور دننه معیاري، جلبوونکي او بوختوونکي د پام وړ فلمونه جوړ او نندارې ته وړاندې کړي.
دغې ادارې ته په تیره شل کلنه دوره کې له دې امله دومره پاملرنه ونه شوه، چې تر ډیره د حکومت+امریکایي تمویلګرو یې، تمرکز د پرمختللو هیوادونو په جوړو شویو فاحشو سریالونو ورټول وه او د لویدیځوالو هڅه داوه، څو د انځوریزو رسنیو په مټ په افغان متدین ولس کې د دیموکراسي او فحاشي تخم وشیندي.

دا هم ولولئ

د صهیونیستي رسنیو اعتراف؛ د لبنان اسلامي مقاومت سره نښتو کې سلګونه پوځیان ټپیان شوي

د اسلامي امارت له لوري غزې ته ۵۳۰ ټنه بشري مرستې ورسېدې

کاناډایي ورځپاڼه: ایران د امریکا پر وړاندې د جګړې ګتونکی دی

د مختلفو هیوادونو جوړ شوي مبتذل سریالونه په لوړ قیمت دوبله او وژباړل شول او خلکو ته د هغوی په کورونو کې د تلویزیونونو له لارې وښوودل شول.
هڅه وشوه د ستاره افغان په نامه برنامې هم په پراخه کچه سپانسر شي، څو په مټ یې نجونو او ځوانانو د خپلو هوسونو د اشباع آسانه او ارزانه لار موندلې وي.
د جمهوریت په وروستیو کې د افغان فلم ریاست ته هم څه کمه توجه وشوه، د صحرا کریمي په نامه یوه ممثله یې د یاد ریاست مشره وټاکله او د عایشې او مریم په نامه یې د یوه فلم د جوړیدو هڅه هم وکړه..
داچې د اطلاعاتو فرهنګ وزارت ته په تیره اداره کې د پام وړ توجه نه کیده او یاد وزارت هم له مهمو عایداتي منابعو لکه: ملي تلویزیون، مطبعه عامه او افغانتور څخه بې برخې شوی وه او یاد عایداتي ځایونه ترې یا مستقل او یا هم د مالیې وزارت ترچتر لاندې، چې د ډاکټر غني په پچه رسیدلی وه، انتقال شول؛ همدا لامل وه چې دغه وزارت کارونه هم ټکني شوي وه.
تیرکال تر ستر او مثبت تحول وروسته، یوځل بیا د همغې «افغان فلم» ادارې دروازې پرانیستل شوې او پخوانی کاري پرسونل یې ورته بیرته راوغوښتل شو.
دادی تیره ورځ یې د بګرام زندان په نامه د خپلو هڅو یوه بیلګه هم نندارې ته وړاندې او خلکو ته یې د یادې وحشیانه بندخونې پټ رازونه افشاء کړل.

دلته د فلم پر جوړښت څو خبرې کوو:

داچې یاد فلم د تیرې ادارې تر سقوط وروسته، په خپل ډول کې لومړنی ستر فلم دی، لازمه ده چې د ټول زیار ایستونکي پرسونل تقدیر او ستاینه یې وشي.

فلم کې څو نیمګړتیاوې هم شته؛ د بیلګې په توګه، فلم سر تر پایه د څلورو کسانو په کیسو او خبرو ورټول دی، چې اړینه وه باید هغه افغانان چې په همدې زندان کې یې دندې درلودې او دا مهال په کوردننه میشت دي، د هغو څرګندونو او اعترافاتو ته هم په کې ځای ورکړل شوی وای.

د فلم ټوله ژباړه په انګلیسي ژبه شوې، چې یو ښه کار دی، خو د ژباړې سایز دومره کوچنی دی، چې حتیٰ لوستل یې هم ستونزمن دي..

فلم کې مناسبه وه، چې د ویناوالو د ویناوو پرمهال، د بندیانو د ځورونې مختلفې صحنې هم اوبدل شوې وای، که له تیرې ادارې په پاتې هارډیسکونو او کمپیوترونو کې نه موندل کیدې، باید له انترنت څخه یې د را اخیستنې زیار ایستل شوی وای، په دې سره فلم به لا د توجه وړ ګرځیدلی وای..
د فلم په پای کې یواځې یو کس د ملاقات کوونکي په نوم را ښکاره شوی؛ باید زیار ایستل شوی وای، چې د ماشومانو او حتا د امکان تر حده د باحجابه میرمنو د سترګو لیدلی حال هم انځور شوی وای.
د فلم محتوا یو داستان دی، چې مختلف کسان یې بشپړوي، خو د داستان پرمهال مختلف مزاحیه خبرې ددې وړ نه وې، چې خپرې شي؛ ځکه دا ډول خبرې که څه هم د پام وړ ترخه خاطره بیانوي، خو مخالفین ترې ناوړه تبلیغاتي استفاده کوي.

په پای کې د یادې ادارې د لا ښو نوښتیزو ګامونو په پار یو څو وړاندیزونه کوم:

۱_د دې لپاره چې د هیواد تلویزیونونو ته مو بوختوونکي پروګرامونه برابر او د هغوی هغه تشه، چې تر پرونه یې له د نورو هیوادونو له مبتذلو سریالونو ډکه کړې وه، خالي نه وي پرې ایښې؛ اړتیا ده څو د اطلاعاتو فرهنګ وزارت یاد ریاست ته بشپړه توجه وکړي.
داچې د حکومت مالي سیستم له بانکي سختیو سره مل دی، نو لږ تر لږه دې یاد ریاست ته ځانګړی نغد فنډ بیل شي او یادې هم په مالي او اداري سییستم کې لکه د ملي تلویزیون په څیر «مستقل» شي.

۲_ د افغان فلم اداره باید له ځانه سره یواځې مسلکي او په کارپوه خلک وګماري، څو یې جوړ شوي فلمونه نه یواځې د په کور دننه میډیا توجه جلب کړي، بلکې په بهر کې هم ځانته بازار پیدا کړي.

۳_داچې هیواد مو د لسیزو جګړو ځپلی، هره دښته او غر یې تاریخي درسونه لري او هر وګړي یې د ناویلو خبرو داستانونه له ځانه سره ساتلي؛ باید د یادې ادارې د پرسونل لپاره د هیواد هرې سیمې ته د تګ په موخه د اړین ترانسپورت زمینه برابره شي، څو په دې توګه له هغو حقایقو پرده راپورته او نړیوالو ته څرګند شي، چې تر دې مهاله ترې د تش په نامه آزادو رسنیزو بنسټونو په نوم وابسته بانډونو ویره درلوده.

۴_ ددې لپاره چې یاده اداره لا هم پر پښو ودریږي ، ډیر تمرکز دې پر کیفیت وکړل شي، په مختلفو برخو کې دې داسې معیاري فلمونه جوړ شي، چې د خپلې ادارې لپاره د عواید په یوه ښه منبع هم بدل شي.

۵_یاده اداره باید د افغانانو داصیل فرهنګ، ریښتیني با شهامته تاریخ او سپیڅلو عقایدو په رڼا کې وخت پر وخت داسې څه اختراع کړي، چې. له یوې خوا مو نړیوالو ته خپل تاریخي او ملي هویت په ډاګه کړی وي، له بل لوري مو په ټولنیزو رسنیو کې ځوانان د بداخلاقیو له ګردابه را بهر او په یوه سپیڅلې ملي او عقیدوي روحیه مو روزلي وي.

د افغان فلم د لا بریاوو په هیله

لوی ټکي: ادارهافغانفلمنوښت
مخکینې مطلب

دنن او پرون ځوانان!

بل مطلب

د م.م. د عمومي اسمبلۍ غونډه؛ نن پکې د افغانستان پر غړیتوب رایه اچونه کېږي

ځانګړي مطالب

خبرونه

د صهیونیستي رسنیو اعتراف؛ د لبنان اسلامي مقاومت سره نښتو کې سلګونه پوځیان ټپیان شوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
خبرونه

د اسلامي امارت له لوري غزې ته ۵۳۰ ټنه بشري مرستې ورسېدې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 15, 2026
خبرونه

کاناډایي ورځپاڼه: ایران د امریکا پر وړاندې د جګړې ګتونکی دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 15, 2026
خبرونه

روسیه: د یورانیمو غني کول د ایران مشروع حق دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 15, 2026
خبرونه

سناتور وان هولن: ټرمپ حقیقت پټوي، موږ له ایران سره جګړه کې بریالي نه یو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 15, 2026

وروستي

افغانستان او مرکزي اسیا ته د روسیې او بلاروس د نفتي موادو واردات ۵۰ سلنه زیات شوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

د مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۸۲۴ کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

د صهیونیستي رسنیو اعتراف؛ د لبنان اسلامي مقاومت سره نښتو کې سلګونه پوځیان ټپیان شوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

ټولګټو چارو وزارت: د کندهار–سپین بولدک سړک دویم لین دویم لاټ ۹۷ سلنه بشپړ شوی

نشرونکی: ح جلال
اپریل 15, 2026
0

د اسلامي امارت له لوري غزې ته ۵۳۰ ټنه بشري مرستې ورسېدې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 15, 2026
0

د بلخ مسؤولین: تېر کال د ۸۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت پانګونه شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 15, 2026
0

کاناډایي ورځپاڼه: ایران د امریکا پر وړاندې د جګړې ګتونکی دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 15, 2026
0

د سردار محمد داود خان ۴۰۰ بستریز کمپلکس روغتون کې د رادیولوژۍ عصري ډیجیټلي سیستم فعال شو

نشرونکی: ح جلال
اپریل 15, 2026
0

روسیه: د یورانیمو غني کول د ایران مشروع حق دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 15, 2026
0

سناتور وان هولن: ټرمپ حقیقت پټوي، موږ له ایران سره جګړه کې بریالي نه یو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 15, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • سنټکام: د ایران بندرونه مو کلابند کړي؛ هېڅ کښتۍ ته د تګ اجازه نه ورکوو

    15 شریک شوي
    شریکول 6 Tweet 4
  • د سیمې د کړکېچ په هکله د اردوغان خبرداری؛ که اړتیا شي، د اسرائیلو دننه به عملیات وکړو

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د بلخ مسؤولین: تېر کال د ۸۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت پانګونه شوې

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د اسلامي امارت له لوري غزې ته ۵۳۰ ټنه بشري مرستې ورسېدې

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • کاناډایي ورځپاڼه: ایران د امریکا پر وړاندې د جګړې ګتونکی دی

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

افغانستان او مرکزي اسیا ته د روسیې او بلاروس د نفتي موادو واردات ۵۰ سلنه زیات شوي

د مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۸۲۴ کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې

د صهیونیستي رسنیو اعتراف؛ د لبنان اسلامي مقاومت سره نښتو کې سلګونه پوځیان ټپیان شوي

ټولګټو چارو وزارت: د کندهار–سپین بولدک سړک دویم لین دویم لاټ ۹۷ سلنه بشپړ شوی

د اسلامي امارت له لوري غزې ته ۵۳۰ ټنه بشري مرستې ورسېدې

د بلخ مسؤولین: تېر کال د ۸۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت پانګونه شوې

کاناډایي ورځپاڼه: ایران د امریکا پر وړاندې د جګړې ګتونکی دی

د سردار محمد داود خان ۴۰۰ بستریز کمپلکس روغتون کې د رادیولوژۍ عصري ډیجیټلي سیستم فعال شو

روسیه: د یورانیمو غني کول د ایران مشروع حق دی

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com