نوي افغاني بانک نوټونه به ډېر ژر چاپ او بازار ته وړاندې شي

کابل ټکی کام (شنبه، ۳۰ تله، ۱۴۰۱ل)

د افغانستان بانک وايي، نوي افغاني بانک نوټونه به ډېر ژر چاپ او بازار ته وړاندې شي.

د افغانستان بانک تازه په یوې خبر پاڼه کې ویلي چې د دغو بانک نوټونو د راوړلو بهیر به ژر افغانستان ته پیل شي.

په عين حال کې د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس وېسټ ویلي، امریکا په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د افغانستان دوو بانکي معاملو ته اجازه ورکړې چې یوه یې د نویو چاپ شویو بانک نوټونو لګښتونه وو چې د افغانستان مرکزي بانک لخوا تادیه شول.

وېسټ ویلي چې ډېر ژر به کابل ته د افغانیو نوي بانک نوټونه ورسېږي.

له دې وړاندې د افغانستان بانک پخواني سرپرست وحید نوشېر هم په خپل فېسبوک پاڼې لیکلي و چې نوي بانک نوټونه به ډېر ژر بازار ته راووځي.

مربوطه مطالب

Back to top button