د غریبانو مېرمنو ته

حامد افغان

مختلفو نبوي حدیثونو کې د اسرائیلو بداخلاقۍ او له خپل شریعته یې د کوږوالي حالات او کیسې بیان شوی دي، چې بیا هغه د هغوی د بربادي او هلاکت لامل ګرځیدلې دی، دا خبرې موږ ته د دې لپاره نه دې بیان شوې چې د کیسو په ډول مجلسونه پرې ګرم کړو او څو ګړۍ خوند ورنه واخلو، بلکې د دې لپاره چې مسلمانان باید له دا ډول یهودي بداخلاقیو او بېلاریو ځانونه وساتي، څو له هلاکته خوندې شي.

    په دې روایت کې د اسرائیلو بېلاري دا ښودل شوې ده چې د دوی د هلاکت لامل دا هم و چې د غریب سړي ښځي به د جامو او سرو زرو دومره تکلف کاوه لکه د شتمن سړي ښځه یې چې کوي. عن جابر بن عبدالله رضي الله عنه أن النبي صلى الله عليه وسلم قال : إن أول ما هلك بنو إسرائيل أن امرأة الفقير كانت تكلفه من الثياب أو الصيغ ما تكلف امرأة الغني. رواه أحمد و ابن خزیمة

    په دې روایت کې د غریبانو او د هغوی د مېرمنو لپاره ډېر څه نغښتي دي، له بده مرغه موږ کې ځینې اسرائیلي خویونه شته، خصوصا په دې برخه کې هم، زموږ ډېر غریبان د ښه ژوند لپاره پورونه کوي او ان ځینې خو لا سودونه هم کوي، (اعاذنا الله) چې هغه کې د مېرمنو زیاتې جامې او ګېڼې یې په لومړي کتار کې راځي او هغه له خپلې بړستني سره د پښو غځولو کیسه تولو هېره کړې ده.

مربوطه مطالب

Back to top button