کابل ټکی کام (جمعه، ۱۳ لړم، ۱۴۰۱ل)
د پاکستان پخواني لومړي وزیر عمران خان پر ده د شوي برید تور پر اوسني لومړي وزیر شهباز شریف او دای اېس ای پر یوه مشر لګولی دی.
عمران خان چې له تېرو څو ورځو راهیسې د پاکستاني حکومت پر ضد د پنجاب له لاهور ښار څخه پراخه لاریون پیل کړی دی او پلان یې دی چې له لسګونو زرو پلویانو سره اسلام اباد ته ورسیږي او همالته بیا پرلت ووهي.
هغه له حکومت څخه د ژر تر ژر ه ټاکنو د نېټې د اعلان غوښتنه کوي. خو کله چې پرون یې لاریون د پنجاب وزیر اباد سیمې ته ورسېد، نو د لاریون له منځ څخه یوه تن پر هغه کانټینر ډزې وکړې چې پکې عمران خان او د هغه د ګوند نور مشران سپاره وو.
د پاکستاني رسنیو د خبر له مخې، په دې برید کې یو تن وژل شوی او د عمران خان په ګډون ۱۳ تنه نور ژوبل شوي دي.
ویل کیږي چې عمران پر پښه دوه مرمۍ لګېدلې دی. د عمران خان په مشرۍ د تحریک انصاف ګوند سکرتر جنرال اسد عمر ویلي، د عمران خان غوښتنه داده، چې پر ده د قاتلانه برید په تور دې دغه درېواړه کسان له خپلو څوکیو لرې کړل شي.


















