کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۶ لړم، ۱۴۰۱ل)
د پاکستان پخواني لومړي وزیر او د تحریک انصاف ګوند مشر “عمران خان” په يوه برید کې له ټپي کېدو وروسته يو ځل بيا پر خپلو پلويانو د پراخو لاریونونو غږ کړی.
نوموړي ویلي، چې دا لاريونونه به ژر د پاکستان مختلفو برخو ته ورسوي او حکومت به له وخته مخکې ټاکنو ترسره کولو ته مجبوره کړي.
عمران خان په عین حال کې د پاکستان د حکومت له لوري پر ده د رامنځته شوي بريد د څېړلو لپاره د یوه قضايي کميسيون د جوړيدو هرکلی کړی، خو ویلي یې دي چې دا کميسيون بايد د بې طرفه قاضيانو لخوا جوړ شي.
عمران خان پر هغه د لاريون پر مهال پر ده د ډزو او ټپي کېدو پړه د پاکستان پر لومړي وزیر شهباز شریف، د کورنیو چارو وزیر رانا ثناءالله، پوځ او استخباراتو اچولې، خو شهباز شريف دا تورونه رد کړي.
تمه کيږي، چې دغه لاریونونه به سبا سې شنبه بیا پیل او د پاکستان پر حکومت به فشارونه زیات کړي.


















