د یولړ مراسمو په ترڅ کې د طالبانو د اسلامي تحريک د بنسټګر ملا محمدعمر مجاهد قبر ښکاره شو

کابل ټکی کام(يکشنبه، ۱۵ لړم، ۱۴۰۱ل)

د راپورونو له مخې، د يو لړ مراسمو په ترڅ کې د طالبانو د اسلامي تحريک د بنسټګر مرحوم امیرالمؤمنین ملا محمدعمر مجاهد (رح) قبر ښکاره شو.

د ا.ا.ا. وياند ذبيح الله مجاهد په خپل رسمي ټويټر اکاونټ د نوموړي د قبر ويډيو او انځورونه خپاره کړي زياتوي:«رئيس الوزراء او د کابینې غړي د زابل سوري ولسوالۍ عمرزو سیمې کې د امیرالمؤمنین زیارت ته تللي وو».

د مجاهد په وينا هلته دقرآن کریم ختم وشو اوله هیوادوالو وغوښتل شول چې مرحوم ملا صاحب پسې ختمونه او دعا وکړي.

ملا محمد عمر مجاهد په افغانستان کې د طالبانو د غورځنګ مشر او بنسټ ايښودونکی وو. هغه د ١٩٩۶ زېږيز کال څخه تر ٢٠٠١ز پورې د افغانستان د حکومت هغه مشر و چې د افغانستان د بېړني حالت د کورنيو جګړو پر مهال د وګړو د ژغورنې په موخه رامخته شو.

ملا محمد عمر د ٢٠٠١ زېږيز کال څخه راپدېخوا، کله چې امريکايانو په افغانستان کې يرغل وکړ، نوموړي يو نامالوم ځای کې ژوند اختیار کړ.

ملا محمد عمر هغه کس و چې امريکا يې د نيولو په لټون بوخته وه او غوښتل یې چې دی او د القاعدې د ډلې مشران او نور غړي ونيسي.

ملا محمد عمر(مجاهد) د مولوي غلام نبي هوتک زوي، د مولوي محمد رسول لمسی او د مولوي باز محمد کړوسی، په کال ۱۳۳۹ هجري لمریز کې چې له ۱۹۶۰ زېږدي کال سره سمون خوري د افغانستان د کندهار ولایت د خاکریز ولسوالۍ د چا همت کلي په یوه متدینه او علمي کورنۍ کې زیږیدلی و.

مربوطه مطالب

Back to top button