سره مياشت المان ته د درملنې په موخه ۵۴ ماشومان لېږي

کابل ټکی کام(دوشنبه، ۱۶ لړم، ۱۴۰۱ل)

ټاکل شوې افغاني سره میاشت سبا د سه شنبې په ورځ المان هېواد ته د درملنې په موخه ۵۴ ماشومان ولېږي او دوه ورځې وروسته ۶۸ هغه ماشومان له المان هېواد څخه بېرته راوګرځي، چې ۶ میاشتې وړاندې د سرې میاشتې له لوري آلمان هېواد ته د درملنې لپاره لېږل شوي وو.

د افغاني سرې مياشتې وياند ښاغلي عرفان الله شرفزوی په دې اړه اطلاعيه خپره کړې وايي سره مياشت غواړي چې د يادې موضوع په اړه له رسنیو سره تفصیلي معلومات شریک کړي.

د شرفزوی په وينا، یاده غونډه سبا د سه شنبې په ورځ د روان کال د لړم میاشتې پر ۱۷مه د افغاني سرې میاشتې مرکزي دفتر د غونډو په تالار کې لس بجې پيلېږي زياتوي:(د رسنیو له محترمو کارکوونکو هیله ده موضوع ته د خبري پوښښ لپاره په خبري ناسته کې راسره ګډون وکړي.)

مربوطه مطالب

Back to top button