د اسلامي همکاريو سازمان په کابل کې خپل رسمي دفتر پرانيزي

کابل ټکی کام(شنبه، ۲۱ لړم، ۱۴۰۱ل)
د اسلامي همکاريو سازمان د بشري امورو معاون او د افغانستان له پاره د ياد سازمان د سرمُنشي ځانګړي استازي دکتور طارق بخيت او مل پلاوي په ستوري ماڼۍ کې د افغانستان د بهرنيو چارو له وزير مولوي امير خان متقي سره کتلي دي.
د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وايي، په دې ناسته کې د اسلامي همکاريو سازمان سياسي معاون ښاغلي يوسف بن محمد الضبيعي هم ګډون درلود.
د سرچينې په وينا دکتور طارق بخيت ويلي، چې افغانستان ته د دوی د راتګ هدف د افغانستان په اړه د اسلامي همکاريو سازمان د بهرنيو چارو وزيرانو د فوق العاده غونډې د پرېکړو تطبيق او په کابل کې د ياد سازمان د دفتر رسمي پرانستنه ده چې له لارې به يې ډېر ژر د افغانستان له خلکو سره بشري مرستې پيل کړي.
د بهرنيو چارو وزير د افغانستان له خلکو سره د اسلامي همکاريو سازمان د غړو هيوادونو له مرستو څخه مننه کړې، يوځل بيا يې د ياد سازمان بشري او پرمختيايي مرستو ته د هر ډول اسانتياوو برابرولو ډاډ ورکړی او د ياد سازمان غړي هيوادونه يې په افغانستان کې د پانګونې له لارې د متقابلې ګټې فُرصتونو ته رابللي دي.
د بهرنيو چارو وزارت ويلي، په دې ناسته کې دواړو لورو په افغانستان کې د اسلامي همکاريو سازمان له خوا د نړيوال اسلامي پوهنتون د جوړېدو او د ۲۰۲۴م کال له پاره د اسلامي هيوادونو د فرهنګي پايتخت په توګه د کابل د انتخابېدو د بهير د بياپيل د اړتيا او يو شمېر نورو موضوعاتو په اړه هم خبرې کړي دي.



