کابل ټکی کام(يکشنبه، ۲۲ لړم، ۱۴۰۱ل)
د افغانستان بانک وایي، چې له افغانستان سره د بشري مرستو په دوام نن يوځل بيا څلوېښت میلیون ډالر کابل ته را ورسېدل.
له افغانستان بانک څخه په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د ۴۰ میلیونه امریکایي ډالرو دا کڅوړه یوه سوداګریز بانک ته سپارل شوې ده.
خبرپاڼه وايي، افغانستان بانک هېواد ته له قانوني او اصولي لارو د اسعارو له راتګ څخه هر کلی کوي او د نړیوالې ټولنې له مرستو د مننې ترڅنګ له دوی غواړي چې خپلې مرستې د بانکي سکتور له لارې تر سره کړي.
د افغانستان بانک وایي چې تل یې هڅه کړې د هیوادوالو لپاره غوره بانکي چوپړتیاوي برابري کړي او له ټولو نړیوالو مالي او بانکي بنسټونو سره د اصولو او مقرراتو په رڼا کې غوره اړیکي ولري.


















