کابل ټکی کام (یکشنبه، ۲۲ لړم، ۱۴۰۱ل)
د پاکستان ولسمشر “ډاکټر عارف علوي” ويلي چې د تر وخت مخکې ټاکنو کېدل د پاکستان په خير دي.
علوي په لاهور کې د خبريالانو يوې غونډې ته ويلي چې د تفاهم او ګډ پوهاوي له لارې د ټاکنو په کېدو کې څه ستونزه نشته.
ولسمشر دغه راز د پوځ لپاره د نوي مشر د ټاکلو په موخه پر پيل شويو سلا مشورو هم غبرګون ښودلی دی.
هغه ويلي چې که څه هم د پوځ د مشر د ټاکلو لپاره سلا مشورې قانوني بنسټ نه لري خو ټينګار يې کړی چې که په دې اړه سلا مشورې هم وشي ستونزه نه لري.
تر دې وړاندې د پاکستان د دفاع وزير خواجه اصف خبر ورکړی و چې د پوځ د نوي مشر د ټاکل کېدو لپاه سلا مشورې پيل شوې خو د تحريک انصاف مشر عمران خان تور پورې کړی چې د پوځ مشري د پاکستان د ملي امنيت مهمه څوکۍ ده چې په وينا يې اوس يې مسوول له هېواده بهر په لندن کې ټاکل کيږي.
په ورته مهال تحريک انصاف ګوند د تر وخت مخکې ټاکنو غوښتنه کوي خو د مسلم ليګ نون په مشرۍ حکومت يې غوښتنه نه مني.
باید وویل شي چې عمران خان پر حکومت د خپلې غوښتنې د منلو لپاره پراخ لاريونونه پيل کړي دي.


















