اسلامي امارت: افغانستان کې د ترهګرو ډلو د موجودیت په هکله د نړیوالو اندېښنې بې بنسټه دي

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۲۲ لړم، ۱۴۰۱ل)

د اسلامي امارت په مشرۍ افغان سرپرست حکومت یو ځل بیا په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د شتون په اړه د یو شمېر د نړیوالو اندېښنې بې‌بنسټه ګڼلي او په خبره یې، داسې شواهد نشته چې د افغانستان خاوره دې د نورو هېوادونو لپاره ګواښ وي.
دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې هند او پاکستان د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ په غونډه کې په دې اړه اندېښنه ښودلې وه.
د افغان حکومت مرستیال ویاند په هېواد کې د ترهګرو ډلو د شتون په تړاو اندېښنې د یادوهېوادونو د ناسمو اطلاعاتو پایله ګڼي او په وینا یې افغانستان د هېڅ هېواد ګټي نه ګواښي.

باید وویل شي چې تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ په غونډه کې د هند او پاکستان په ګډون د یو شمېر هېوادونو استازو په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د حضور په تړاو اندېښنه ښودلې وه او له نړۍوالې ټولنې یې غوښتي وو چې، په دې برخه کې جدي اقدام وکړي.

مربوطه مطالب

Back to top button