کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲۳ لړم، ۱۴۰۱ل)
قطر او کویټ د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې په غونډه کې له افغانستان سره د مرستو په برخه کې پر خپلو ژمنو ټینګار وکړ. په د ملګرو ملتونو کې د قطر دایمي استازې شیخ عالیه احمد بن سیف الثاني ویلي، هېواد یې په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره د سیمه ییزو او نړیوالو خواوو ترمنځ د خبرو اترو د زمینې برابرولو لپاره له اوږدې مودې راهیسې ډیپلوماتیکې او سیاسي هڅې کړې دي. شیخ عالیه په افغانستان کې د بشري ناورین لپاره د لوړې کچې ژمنې غونډې ته هم اشاره کړې چې په ترڅ کې یې قطر د خپلو بشري مرستو د پلان د یوې برخې په توګه له افغانانو سره د ۲۵ میلیونه ډالرو مرستې ژمنه وکړه. په همدې حال کې په ملګروملتونو کې د کویټ دایمي استازي بدر الدیهاني ویلي چې هیواد به یې د نړیوالو مرستندویه موسسو په همکارۍ له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.















