عبدالجبار وحدت
یاد کنفرانس په نږدې راتلونکي کې په کابل پوهنتون کې پیلېدونکی دی ، د بېلا بېلو برخو د کارپوهانو،څېړونکو، متخصصینو او پالیسي جوړونکو څخه یې د تجربو،لیدلوریو، آندونو، وړاندیزونو او مشورو غوښتنه کړې ده .
که مو رښتیا د لوړو زده کړو په اوسني وضعیت او سیستم زړه بدېږي، یا ملاحظې پرې لرۍ، یا په یاد سیستم کې ژور بدلون راوستل غواړئ، د څېړنې لپاره یې ډېر ښه موضوعات وړاندې کړي دي، خیر دی لږ وخت به مو ونیسي، په هر څه کې هم امتیاز او پیسې مهمې نه وي ، د دې عظیم ملت لپاره د ښه سیستم جوړونې لپاره حداقل باید په یوه موضوع کار وکړو.
خیر دی، که د غیر رسمي کادرونو لپاره علمي ترفیع نشته، د سیستمونو د ښه والي لپاره باید کار وشي،وزارت کې شته مشاورینو باید نورو څېړونکو ته هم انګېزشي څه وړاندې کړي وای.
چون اووه کاله د تدریس تجربه لرم ، خپل نیمګړي فکر او کاري تجربې له مخې د سیستم د نیمګړتیا یو څو عملي بېلګي وړاندې کوم:
مثلا: زموږ اوسنی کانکور څومره نیمګړی دی، سره له دې چې شفاف دی ، یو ډېر تکړه او مستعد ځوان که معمولي تېروتنه وکړي ، پایله یې ناکامي ده ، یا زموږ د یوه ځوان څخه په څلورو ، پنځو او نهایت شپږو کلونو کې استاد، معمار، اقتصاد پوه، رنځپوه ،ټیکنالوژیست او قاضي جوړوي ، چې دا اصلا ممکنه نه ده.
یو څوک ممکن په ریاضیاتو پوه نه شي، د ټولنیزو علومو د میخانیکیت په اساس شاید داسې مسلک ته لاره پیدا کړي، چې لوستل یې د ده له توان څخه پورته وي ، یا د هغه مسلک لوستل د ریاضیاتو پوهې ته اشده اړتیا ولري.
دلته ډېر داسې ځوانان شته ، چې یو پوهنځی ویلی نه شي ،مګر ور کامیابېدلی شي او برعکس ډېر داسې ځوانان هم شته ، چې پوهنځی په تمامه مانا سم ویلی شي، مګر ور کامیابېدلی نه شي.که تخنیکي او مسلکي زده کړې معیاري شي او تخصصی رشته له نهم، لسم ټولګي څخه وټاکل شي ، ممکن ښه نتیجه ورکړي، په دې برخه کې د لنډو همسایه هېوادونو تحصیلي موډلونه یوه ښه بېلګه کېدلی شي، د کانکور سیستم لپاره باید متنوع الګوګانې په پام کې ونیول شي.
زموږ په پوهنتونونو کې د څېړنې فرهنګ بېخي تت دی ، هیڅوک زړه نه ښه کوي ، پرته له امتیازه استثنا څوک قلم نه ښوروي، نوښت له سره نشته ، له زړو کتابونو علم راباسو او بیرته یې په کتابونو ننباسو.
باور وکړئ، هغه خړ مخی یا خړ پوښی چپټر چې ډېری هغه تیورۍ رد شوې دي ، نن هم تدرسېږي.
زموږ نصاب د ننني عصر او کار بازار د تقاضا مطابق نه دی، دا خبره هسې د تیوري په ډول نه کوم ، یقینا نه دی او که یو څوک ووایي چې دی ، نو ولې زموږ ستونزې نه پرې حلېږي؟
زموږ نصاب ژور بدلون ته اړتیا لري ، یاد وزارت باید جامع، هر اړخیز او د وخت مطابق نصاب ترتیب کړي، ځینې مضامین هیڅ مهم نه دي باید له نصاب څخه وایستل شي، ځینې مهم مضامین باید په نصاب کې داخل شي، وروسته باید د متخصصینو پر مټ کتابونه ترتیب کړي او باید ترتیب شوي کتابونه د لوړو زده کړو وزارت له لورې تحصیلي بنسټونو ته په واک کې ورکړ شي.
اوس چې د هر چا هر څه زړه وي ، تدریسوي یې ، زموږ په هېواد کې نهایت 160 دولتي او خصوصي پوهنتونونه دي ، ۱۶۰ ډوله نصاب تطبیقېږي.
موږ یوه جامع نصاب ته اړتیا لرو، داسې نصاب چې ځوان ته هم اسلام پالنه ، هم وطن پالنه او هم مسلک سم ور زده کړي، باید په نصاب کې د دې درېیو برخو یو قوي ترکیب رامنځته شي.
د پوهنځیواو ديپارتمنتونو په جوړښت کې باید معقول سازي او نیاز سنجي وشي، ځینې ډيپارټمنټونه چې د وخت سره تطابق نه خوري او د هېواد ستونزه نشي حلولی، باید مدغم شي.
خصوصي سکتور باید راپورته شي، باید په معیارونو یې کار وشي ، باید د معیاریتوب په طرف لاړ شي، د لوړو زده کړو پخوانی او اوسنی مجهول وضعیت د هېواد په ګټه نه دی.
د سکورینګ یا نمرو ورکولو سیستم نهایت نیمګړی سیستم دی، له هر محصل څخه یې د ریکارډ ماشین جوړ کړی دی، د ذهني انجماد په طرف یې بیایي ، دلته د نوښت مخه ډېری وخت ازموینو ډب کړې ده ،ځکه بعضې صاحبان کټ مټ د چپټر د لیکلو حتی فونټ او سایز هم له زده کړیال څخه غواړي ، مفهوم لا څه کوې.
له ډېرو ګيلو به هم تېر شو، ځینې به وایي ، چې په وړه خوله دومره سترې خبرې کوې ، د سړي زړه درد وکړي ، ځینې قدرمن او نوښتګر استادان ترې استثنا دی ، هیله ده په دې اړوند لوړو زده کړو وزارت ته یو جامع طرحه او نظر وړاندې کړئ، یو فرصت دی او د مقالې د ثبت وخت هم محدود دی، باور وکړئ، دا مو شرعي او ټولنیز مسؤلیت دی، د وزارت د هم ښه کور ودان وي ، چې وروسته له څو لسیزو داسې زمینه سازي کوي.
درنښت