د اسلامي امارت مشرتابه قاضيانو ته؛ حد او قصاص جاري کړئ

کابل ټکی کام(دوشنبه، ۲۳ لړم، ۱۴۰۱ل)

د افغانستان اسلامي امارت مشرتابه شيخ الحديث ملا هيبت اللّٰه «اخندزاده» قاضيانو ته امر کړی چې حد او قصاص جاري کړي.

د ا.ا.ا د وياند ښاغلي ذبيح الله مجاهد په ټويټر پاڼه ليکل شوي، امیرالمؤمنین مولوي هيبت اللّٰه اخندزاده دغه آمر د قاضیانو په یوه غونډه کړی دی.

د اسلامي امارت مشرتابه د قاضيانو يادې غونډې ته په خپله وينا کې ويلي، چې د غلو، انسان تښتونکو او فتنه ګرو دوسیې په ښه ډول وڅېړي.

نوموړي د حد او قصاص په جاري کولو امر کړی زياته کړې:(هغه دوسیې چې د حد او قصاص ټول شریعي شرایط یې پوره کړي وي مکلف یاست چې حد او قصاص ورباندي جاري کړئ، ځکه دا د شریعت حکم او زما امر دی او فرض ده ترڅو ورباندي عمل وکړئ.)

مربوطه مطالب

Back to top button