کابل ټکی کام(دوشنبه، ۲۳ لړم، ۱۴۰۱ل)
د افغانستان د خوړو او درملو د څارنې او پلټنې ملي رياست د استخباراتو د ملي رياست په همکارۍ د کابل ښار اوومې ناحيې اړوند سيمه کې داسې کارخانه کشف کړې، چې د تاريخ تېره خوراکي او غير خوراکي موادو تاريخونه پاکېدل او نوي تاریخونه يې ورباندې لګول.
د څارنې او ارزونې رئيس احسان اللّٰه صديق وايي، ياده کارخانه په يوه شخصي کور کې جوړه شوې وه پکې په سلګونه کارتنه خوراکي، غیر خوراکي او نور توکي موجود و چې اکسپاير تاريخ يې ترې ليرې کاوه او نوی تاريخ يې پرې لګاوه.
د خوړو او درملو ياده اداره وايي، خلک بايد د خوراکي او غير خوراکي توکو اخيستلو پر وخت د جنس اصليت ته پام وکړي.


















