نامشروع اړيکې د فتنو دروازې دي!
حسان مجاهد
د شريعت مهم اصل دادی، چې(اسباب الحرام حرام) يعنې ټول هغه کارونه چې په واسطه يې د حرامو دروازه خلاصيږي حرام دي.
مثلاً الله تعالی مؤمنان کفارو ته له ښکنځل کولو ځکه منع کړل؛ چې په غبرګون کې يې کفار د ناپوهۍ او عداوت له امله الله تعالی ته ښکنځل کوي، که دا وجه نشي نو کفارو ته ښکنځل څه چې قتال ورسره فرض دی.
همدارنګه نامحرمو ته کتل، له هغوی سره خلوت، نامشروع اړيکې، يوازې سفر، اختلاط او خبرې(په غږ او ليکنه) هم ځکه حرام دي؛ چې دا ټول د فحاشۍ دروازې دي او په فتنه کې د وقوع خطره ترې پيښيږي.
الله تعالی حکيم ذات دی او مونږ ډير عاجزان يو؛ نو ځکه الله تعالی مونږ د ګناه او فحاشي له مقدمو څخه منع کړو او د «لا تزنوا، زنامکوئ»په ځای يې «لاتقربوالزنا ، زنا ته مه نږدې کیږئ!» وويل؛ ترڅو له ګناه څخه ځان ساتنه آسانه شي.
په نن عصر کې د اسلامي ټولنې زيات ځوان نسل د ناروا مينې په رنځ اخته دی، اکثره ځوانان او پيغلې د انټرنټ يا له بلې کومې لارې نامشروع اړيکي ساتي، چې انجام يې په سترې بلا (عشق مجازي) کې ابتلا شي، د انساني خلقت له هدفه شاته پاته شي، په قسم قسم ناروغيو اخته شي، ژوند يې له غمونو او فکرونو ډک شي او کله په لويه فتنه (فحاشۍ) کې راګیر شي. د پورته تحقيق له مخې دا ډول اړيکې ساتل حرام او د فتنې دروازې بلل کيږي .
ابن عباس، ضحاک، حسن بصري، مجاهد او عطاء رضی الله عنهم د (وَلا مُتَّخِذَاتِ أَخْدَانٍ ) النساء 25 په تفسير کې وايي: «له هغو ښځو سره نکاح وکړئ چې د پټ يار او انډيوال نيونکې نه وي!»
په نامشروع اړيکواخته کسان بايد له داسې کړنو پرهيز وکړي او الله تعالی ته رجوع او تسليمي اختيار کړي؛ ځکه دا کار په دنيا او آخرت کې ناوړه پايلې لري.
په کار ده! چې د داسې ناروا اړيکو نيولو څو اسباب او عوامل په ګوته شي؛ ترڅو ځان ترې وساتل شي چې بعض په لاندې ډول دي:
_ بدنظري(نامحرمو ته کتل)
نامحرمو ته له کتلو لويي فتنې پيداکيږي؛ ځکه سترګې د زړه لاره ده چې کله نظر په چا ولګيږي نو په زړه کې شهوت، مخالف جنس ته ميلان او غلط اوهام پيداکيږي نو لومړی باید د نظر پوره ساتنه وشي، علماء وايي: نفس د وږي سپي په څېر دی، وږي سپي ته چې غوښه ورښکاره شي، بیا په هيڅ ډول ترې صبر نشي کولای او کله چې غوښه ترې پټه شي؛ بیا ترې صبر وي، همدارنګه نفس ته چې کله ښایسته ښځې، هلکان او نور د ګناه مواقع ور وليدل شي، نو نفس ترې هيڅ صبر نه شي کولای او کله چې داسې شیان له نفس څخه پټ کړل شي؛ بیا د نفس ساتنه او صبر ممکنه ده.
_بې پردګي
بې پردګي هم د ډيرو فتنو لامل ده، پکارده چې کله ښځه له کوره وځي؛ نو باید په پوره حجاب مستوره وي، داسې نازک، چسپ، نرم او جالب لباس په تن نه کړي چې د مسلمانانو نظرونه ځان ته را واړوي.
_اختلاط
ام سلمه ( رضي الله تعالي عنها) وايي: « رسول الله ﷺ چې به کله لمونځ ادا کړ؛ نو لومړی به ښځې له مسجد څخه ووتلې او صحابه کرام به تر هغه په مسجد کې ناست وو چې آخري ښځه به کورته ورسیده، ترڅو د ښځو او سړیو تر مينځ اختلاط واقع نه شي» سره لدې چې هغه زمانه له فتنو ډيره محفوظه وه، نو د فتنو په دې اوسنۍ زمانه کې بايد په تعليمي ماحول، نظام، کسب او د ژوند په نورو چارو کې له اختلاط(د سړیو او ښځو ګډ ژوند) څخه پوره ځان وساتل شي او د کور مسؤل بايد هغه چاته اجازه ورنکړي، چې د ده له اهل سره يې ليده، کاته، ناسته او ولاړه حرام وي.
_دنامحرموآواز
د ښځو آوز هم ستر دی، په قران کريم کې ښځو ته حکم شوی ده چې کله څوک دروازه وټکوي، نو ښځه دې په نرمو الفاظو سره جواب نه ورکوي ځکه بیا د هغو خلکو په زړو کې ناوړه طمع پيداکيږي چي په زړو کي مرض لري، کتابة (ليکل)هم د خبرو حکم لري، نو بايد هيڅ وخت د پردۍ ښځي سره خبري ونشي او آواز يې واوريدل نشي، په ځانګړې توګه چې موسيقي او ساز لرونکی آواز وي.
_د عشقي کتابونو او کيسو لوستل
د عشقي کتابونو، ناولونو، شعرونو جذابو او جنسي غريزو پارونکو کيسو لوستل د ځوان نسل په اذهانو منفي اغېز کوي او د ګناه طرف ته يې په آسانۍ سره جلبوي، نو بايد د داسي شيانو په ځاي د صحابه کرامو، اتلانو او دامت د هغو عارفينو، بزرګانو او اسلافو ژوندونه مطالعه شي چې د الله تعالی په عشق او مينه کې غرق وو او د ژوند د هرنوع راحت او لذت په بدل کې يې ځانونه عبادت ته وقف کړي وو.
_د انټرنيټ غلط استعمال
غربي نړۍ د هرمسلمان کور ته هغه اسباب په آسانۍ سره ورسول، چې په واسطه يې ځوان نسل ته د ډيرو ګناهونو لاره هواريږي، نو
د هر کور مسؤل باید زامنو او لورانو ته ټليفون، ټيلويزون، (وي سي آر )او دانټرنټ نوروسائل مساعد نکړي ؛ ځکه د کشرانو اذهان خالي او له معلوماتو بې برخې وي او د انټرنيټ واګي چي دکومو خلګو په لاس کې دي هغوي داسي شهوت پارونکي، نيم لوڅي، فاحش اوګمراکونکي تصويرونه، فلمونه اوخپروني نشروي چي هدف يې دځوان نسل عرياني او فحاشي ته دعوت وي.
نو له ټولو هغو اسبابو څخه چې ګناه او فتنې ته لاره هواروي باید د ځان او نورو ماتحتو حمايه وشي او د دې کار لپاره بايد جدي اقدام وشي، ترڅو يوه داسې عفيفه او حياناکه ټولنه ولرو چې اسلام يې له مونږ غوښتنه کوي.
اللهم جنبناالفواحش ماظهر منها ومابطن آ مین يارب العلمي


















