امین وردګ
د انسان دین او ژوندون داسې سره لازم او ملزوم دي لکه روح او جسد یې.
لکه څرنګه چې د موټر شاسي د انجن په زور حرکت کوي، داسې انجن هم د شاسي له برکته خپل فعالیت ښيي.
یعنې که یو څوک دین ته شاکړې، هغه داسې دی لکه ماشین چې بې چوکاټه چالان وي او که بیا یو مخ ژوند ته شا واړوي، د هغه مثال بیا د بې ماشینه چوکاټ دی.
ځینې کسان (چې دنیاوي علوم مباح بولي) سخت خطا شوي دي، ځکه چې دین پرته له دنیا څخه ممکن نه دی او نه د اسلام په تاریخ کې داسې دیندار تېر شوی چې دنیا ته یې بلکل شا کړې وي.
د دین هېڅ کار هم پرته له دنیا څخه نه دی ممکن.
همدا دنیا ده چې دین پکې ساتل کیږي.
ماته داسې یو دیندار را وښیئ چې له دنیا نه ووزي او بیا دینداري وکړي.
که موږ له دنیا څخه ووزو نو له دین څخه هم وزو! ځکه چې له دنیا څخه انرژي اخلو او دین پرې ساتو نو که چېرې له دنیا څخه ووتو، مانا دا چې انرژي مو هم ختمه شوه، نو ځکه خو بیا ددین یو کار هم پر موږ نشته او نه یې کولای شو.
که دین پرته له دنیا څخه ممکن وای، نو الله پاک به لومړی دنیا نه پیدا کوله.
دین فعل، انسان فاعل او دنیا یې مفعوله ده او دغه دری واړه داسې سره تړلي، چې یو یې هم پرته له هغه دوو نورو څخه ممکن نه دی.
تاسو ښه په دقت سره دغې موضع ته فکر وکړئ! اسلام پنځه پایې (بناوې) لري، چې لومړۍ یې ایمان پر الله دی په جهر سره خو تصدیق یا رایه د زړه به ورسره وي، دویمه بناء لمونځ دی خو اودس به په اوبو ورته کوو! همدا راز به عورت هم په کوم دنیاوي شي ورته پټوو! کنه نو دغه بناء رانه پاتې ده.
همداراز روژه به نیسې او بیا به یې په دیني شي نه! بلکې په دنیاوي شي ماتوې.
زکات وګورئ! فقط د ژوند پر اړونده شیانو فرض دی او په حج کې خو هسې هم (من استطع الیه سبیلا) شرط شوی.
نو مطلب دین بې دنیا ممکن نه دی او نه اسلامي شرائط یا ارکان پرته له ژوندون څخه لازمیږي.
نو هیله کوم مطالعات مو وسیع او عمیق کړئ!
دنیا ته یومخ شاوې مه اړوئ، ځکه چې بیا مو ژوند ته صدمې رسیږي او چې کله مو ژوند صدمه ولیده نو دین مو هم صدمه ویني.
مګر هو! یو شرط به راسره منئ او هغه دا چې؛ دین به پر دنیا نه پلورئ! په دنیا پسې به داسې نه ځغلئ چې دین درنه پاتې شي.
مطلب ژوند ته دومره اعتبار هم مه ورکوئ چې دین ورباندې هېر کړئ او مه په دین کې دومره ژور ځئ چې ژوندانه ته یومخ شا کړئ (د قتال موضع بېله ده ځکه چې هلته د خالق حکم دی او حکم ټولو دلائل منهلوي) اګر که ژوندانه ته یومخ شا کول بلکل امکان نه لري؛ بلکې چې څنګه ژوند ختم شو، دین هم ختمیږي، یاني لزوم او کار ورته ختمیږي.
دغه موضع یو څه پېچلې ده! نو چې د چا مطالعه غرقه او ژوره نه وي، هغه نه ورباندې پوهیږي.
تاسو ماشومان وګورئ! دوی لومړی ژوند پیل کوي که دین؟ ولې پر یوه انسان له بلوغ څخه وړاندې دیني ارکان او احکام نه لازمیږي او نه یې د ګناهونو مرتکبانو ته درانه مجازات شته؟
موږ باید لومړی ماشین جوړ کړو او بیا د هغه مطابق شاسي ورته جوړه کړو، یا به اول شاسي جوړوو وروسته به د هغه لپاره داسې ماشین برابروو چې د حرکت توان یې ولري.
مقصد چوکاټ یا شاسي پرته له ماشین څخه هېڅ نه شي کولی او نه هم ماشین پرته له چوکاټ څخه ګټه رسولی شي.
نو مطلب ژوند وکړئ خو د دین په چوکاټ کې.
هغوی چې تاسو ته د ترک دنیا خبرې کوي تېرباسي مو؛ ځکه چې دوی پخپله ترک دنیا نه ده کړې او نه یې کولای شي، بلکې چې یو انسان کله تارک الدنیا شو، نو همغه حالت یې د مرګ لومړنۍ مرحلې دي.
دین له ژوند سره تړلی او ژوند له دنیا سره.
خارق العاده کارونه استثنایي دي او موږ پرې مامور نه یو! پر موږ لومړی ژوند لازم دی، بیا دین، خو په خپله ټاکل شوې محدوده کې! داسې هم نه چې موږ ټوله توجه ژوند ته واړوو او ووایو چې: کله مو ژوند ښه جوړ شو، بیا به د دین کارونه کوو؛ داسې نه ده! بلکې په کوم وخت او ځای کې چې الله پاک حکم کړی -سم لاسي به یې موږ اطاعت کوو او امر به یې پر ځای کوو.
خو اساسي خبره دا ده چې؛ زموږ وجود ته انرژي و نه رسیږي پر موږ هېڅ شی هم نه دي فرض، ځکه چې خالق مو پر موږ له احکامو سره یو ځای د ((لایکلف الله نفساً الا وسعهی)) شرط ایښی او وسعهی هم د ژوند اړوند شرط دی، نه د دین.
هیله کوم پر ما له بې ځایه شک او ګمان څخه ډډه وکړئ.
که مو دنیاوي علومو ته شا کړه نو دین خامخا رانه پاتې کیږي، ځکه چې د ژوند د آسانتیاوو احساس هر سړی لري، مګر چې امکانات یې برابر نشي کړی نو ارو مرو په خیانت، غلا او رشوت لاس پورې کوي ؛ نو تر ټولو ښه خبره دا ده چې دنیاوي کارونه هم اړین او ضروري و بولو.


















