کابل ټکی کام (سه شنبه، ۸ لیندۍ، ۱۴۰۱ل)
د پاکستان د بهرنیو چارو د مرستیالې وزیرې “حنا رباني کر” په مشر لوړ پوړی پاکستاني پلاوی کابل ته را ورسید.
د اسلامي امارت په مشرۍ د افغان حکومت د بهرنیو چارو وزارت وايي “بهرنیو چارو کې د پاکستان دولت د وزېري حنا رباني کر په مشرۍ پلاوی” کابل ته رسېدلی دی.
د دغه وزارت مرستیال ویاند “حافظ ضیاء احمد” رسنیو ته ویلي چې دغه پاکستانی پلاوی به د بهرنیو چارو د وزیر ” ملاامیر خان متقي” په ګډون له ځینو لوړ پوړو چارواکو سره و ګوري.
د ویلو ده چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت تیره ورځ ویلي و چې د آغلې کر په مشرۍ یو لوړ رتبه پلاوی به یې کابل ته ځي او د افغان حکومت د لومړي وزیر “ملا محمد حسن آخند” په ګډون به له یو شمېر طالب چارواکو سره به د پاک- افغان تجارت، دوه اړخیزو اړېکو او په یو شمېر نورو مهمو موضوعاتو خبرې کوي.