کابل ټکی کام (سه شنبه، ۸ لیندۍ، ۱۴۰۱ل)
د نړیوالو رسنیو د راپورونو له مخې د روسیې په تازه توغندیزو او هوایي بریدونو کې د اوکرایین او ګاونډي هېواد مالدوا کې برېښنا په پراخه کچه پرچاو شوې.
په اوکراین کې د دې بریدونو له کبله شپږ کسان وژل شوي او چارواکي اړ شوي،چې د برېښنا د نشتوالي له کبله درې اټومي ریکټرونه وتړي.
که څه هم مالدوا په دې بریدونو کې مخامخ نه ده په نښه شوې، خو د دې هېواد نږدې نیمایي برخه له برېښنا محرومه شوې ده.
دا په داسې حال کې ده چې د ژمي په رارسېدلو مسکو پر اوکراین توغندیز بریدونه ډېر کړي او د دې هېواد نږدې نیمایي برېښناکوټونه د وېجاړېدو له کبله ترمیم ته اړتیا لري.
د اوکراینی ځواکونو قومندان وایي روسیې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د پلازمینې کېیف په ګډون په ګڼو ښارونو کروز توغندي ویشتلي چې په خبره یې له امله یې په هېواد کې د انرژۍ تاسیساتو ته درانه زیانونه اوښتي دي.


















