د قوش تېپې کانال د شاوخوا ځمکو په اړه د امارت د وياند څرګندونې

کابل ټکی کام (يکشنبه، ۲۷ لیندۍ، ۱۴۰۱ل)
د قوش تېپې کانال د هېواد په شمال کې د ملي پراختیا شرکت له سترو او ملي پروژو څخه ده، چې اوس مهال یې د لومړي فاز چارې په خورا چټکۍ روانې دي.
د ا.ا.ا وياند ښاغلی ذبيح الله مجاهد وايي،چې په دې وروستیو کې یو شمېر فرصت طلبه کسان له خلکو په دې پلمه، چې د قوش تېپې کانال شاوخوا ځمکې وېشل کېږي پيسې اخلي.
ښاغلي مجاهد زياته کړې، د افغانستان اسلامي امارت مشرتابه د قوش تېپې کانال د شاوخوا ځمکو د وېش په اړه تر اوسه هېڅ ډول پرېکړه نه ده کړې، نو درانه هېواد وال دې متوجه اوسي، چې د داسې فرصت طلبه خلکو دوکه نه شي او هم دې مسؤلو ارګانونو ته د داسې کسانو په ور پېژندلو کې اړینه مرسته او همکاري وکړي.


