کابل پوليسو د يوې ښځينه په شمول اته تنه د موټرو د غلاو په تور نيولي

کابل ټکی کام (شنبه، ۳ جدي، ۱۴۰۱ل)

د کابل امنيه قومندانۍ د شپږمې حوزې جنايي مدير عبدالنصير وايي، چې د يوې ښځينه په شمول اته تنه يې د موټرو د غلا په تور نيولي دي.

د عبدالنصير په خبره، يادو کسانو د کابل ولايت په بېلابېلو ساحو کې د موټرو غلاوې کولې او په نورو جرمونو کې هم لاس لري.

نوموړی زياتوي:(دغو غلو سره ښځه په راز کې وه، چې د سپرلۍ موټر به يې دربس کړ او يو داسې ځاي ته به يې يوړ چې څوک به نه و، نو هلته به يې يا په توفنچه وويشت او يا به يې په چاقو وواهه او له موټره به يې وغورځاوه).

نوموړی زياتوي، دغو غلو سره دوه تفنګچې او نور د غلا وسايل هم نيول شوي دي.

مربوطه مطالب

Back to top button