حکمتیار: د نجونو پر زدکرو د بندیز پایلې د هېواد لپاره خطرناکې دي

کابل ټکی کام (شنبه، ۳ جدي، ۱۴۰۱ل)

د افغانستان د حزب اسلامي ګوند مشر “ګلبدین حکمتیار” وايي، په پوهنتونونو کې د نجونو پر زدکړو د بندیز “پایلې” د هېواد لپاره “ډېرې زیانمنې او نه جبرانېدونکې” دي.

ښاغلي حکمتیار چې دغه څرګندونې یې پرون د جمعې د لمانځه په خطبه کې د خپلو پلویانو په منځ کې کولې وویل: چې “د اسلامي امارت دغه پرېکړه د ځوان نسل او د دې هېواد د راتلونکي وارثانو ضایع کول بولم..”

نوموړي د خپلو خبرو پر دوام زیاته کړه، “د هلکانو او نجونو په زدکړه کې هېڅ عقلي او شرعي توپیر نشته او که په ټولنه کې امنیتي او اخلاقي ګواښونه موجود وي، د دواړو لپاره یو شان دی.”

ښاغلي حکمتیار د هلکانو او نجونو لپاره د “خوندي” تعلیمي چاپیریال د رامنځته کولو غوښتنه وکړه.

د ویلو ده چې له حکمتیار وړاندې د مصر د ستر اسلامي پوهنتون الازهر او د هندوستان سترې دیني مدرسې دیوبند هم د نجونو د پوهنتونونو د تړلو په اړه د اسلامي امارت په مشرۍ د افغان سرپرست حکومت وروستی پرېکړه خواشینوونکی بللې وه او له طالب واکمنو یې غوښتنه کړې وه چې پر خپله پرېکړه له سره غور وکړي.

مربوطه مطالب

Back to top button